‏یونیسف پر ۴۰ زره افغان ښوونکو سل سل ډالر وېښي

30 دلو 1400 ساعت 11:20

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف د کابل، لوګر او میدان وردګو ولایتونو له ۴۰ زرو ښوونکو سره د سل- سل امریکايي ډالرو مرسته وکړي.


د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف د کابل، لوګر او میدان وردګو ولایتونو له ۴۰ زرو ښوونکو سره د سل- سل امریکايي ډالرو مرسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پوهنې وزارت ويلي، چې دا مرسته د دوی په همغږۍ پیل شوې ده، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

مخکې ملګرو ملتونو د افغان ښوونکو د ځنډیدلو معاشونو د ورکړې اعلان کړی و، خو تر اوسه یې د عملي کیدو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

څه موده مخکې د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند وویل، چې ښوونکو ته دوی معاشونه ورکړي او د يونيسف په همکارۍ ممکن په راتلونکي پسرلي کې د ښوونکو د معاشونو سطحه هم تر يوه حده زياته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147968

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147968/

جمهور
  https://www.jomhornews.com