امریکا:

د محکمې تر پرېکړې پورې د افغانستان شتمني پر چا نه وېشل کېږي

27 دلو 1400 ساعت 8:11

امریکا وایي، د محکمې تر پرېکړې پورې د افغانستان شتمني پر خپل ځای ده او پر هېچا نه وېشل کېږي.


امریکا وایي، د محکمې تر پرېکړې پورې د افغانستان شتمني پر خپل ځای ده او پر هېچا نه وېشل کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سپينې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د بايډن هڅه دا ده چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

نوموړې زیاته کړې، له همدې امله بایډن د افغانستان ۳،۵ میلیارده ډالر ازاد کړي دي، خو د پاتې شتمنۍ په اړه به محکمه پرېکړه کوي.

ساکي وایي، د محکمې تر پرېکړې وروسته به دغه پیسې د سپټمبر د پېښې پر قربانیانو وېشل کېږي تر هغه پورې د افغانستان شتمني پر خپل ځای ده.

د یادونې ده، چې بايډن د تېرې جمعې په ورځ یو اجرایوي فرمان صادر کړ چې له مخې یې د افغانستان کنګل شوې اووه میلیارده ډالر شتمني دوه برخه کېږي او له دې یوازې یوه برخه یې افغانانو ته پر بشردوستانه مرستو لګول کېږي.

دې پرېکړې په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي او افغانان د دې غوښتونکي دي چې دغه شتمني ازاده شي او د افغانستان د راتلونکې لپاره وساتل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147875

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147875/

جمهور
  https://www.jomhornews.com