اسلامي امارت د ملګرو ملتونو دوه خبریالان بېرته خوشي کړل

23 دلو 1400 ساعت 9:32

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو دوه تنه خبریالان او د مرستندویو ټولنو څو افغان کار کوونکي خوشي کړل.


د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو دوه تنه خبریالان او د مرستندویو ټولنو څو افغان کار کوونکي خوشي کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کسان چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره یې په افغانستان کې کار کاوه پرون جمعه د سلواغې ۲۲ مه خوشي شول.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR پرون پر ټویټر ولیکل، اندریو نارټ چې له دې موسسې سره توظیف شوی و، د هغه یو افغان همکار او څو نور کسان چې له دوی سره یې کار کاوه پرون په کابل کې ونیول شول.

اندریو نارت پخوا د BBC لپاره کار کاوه او په افغانستان کې یې له ډېر پخوا راهیسې کار کړی دی.

په ورته وخت د اسلامي امارت عمومي ویاند ویاند ذبیح الله مجاهد بيګا ناوخته پر ټویټر ولیکل، هغه بهرني اتباع چې ځانونه یې یوې نړیوالې موسسې ته منسوبول، له دې کبله چې پېژندپاڼې، جوازنامې او لازم اسناد یې نه درلودل توقیف شوي وو.

ښاغلي مجاهد لیکلي دي چې دواړه خبریالان د هویت له تثبیت او له مسوولې مرجع څخه د اطمینان له ترلاسه کولو وروسته خوشې شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147720

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147720/

جمهور
  https://www.jomhornews.com