نړیوال بانک د افغانستان د کنګل شویو پیسو څخه د ۲۸۰ میلیون ډالرو ورکړه تایید کړه او دغه پیسې به د ډبلیو اېف پي او یونیسف ادارو ته لېږدول کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بانک پرون جمعه د لیندنۍ ۱۹ مه اعلان کړي، چې د افغانستان د بیارغونې د صندوق مالي ملاتړ کوونکو د افغانستان د کنګل شویو پیسو څخه ۲۸۰ میلیون ډالر په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان (WFP) او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونسیف) ته د روغتیایي او خواړو د پروګرامونو د ملاتړ لپاره ولیږدوي.
د بانک په اعلامیه کې ویل شوي، د دې ۲۸۰ میلیون ډالرو څخه ۱۸۰ میلیون یې د خواړو نړیوال پروګرام او ۱۰۰ میلیون به یې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ته د روغتیایي خدماتو لپاره ورکړل شي.
په اعلامیه کې راغلي، دا د افغانستان د بیارغونې د صندوق د پیسو څخه د ګټې اخیستو لپاره لومړنی ګام دی چې پدې مهم وخت کې د افغانستان د ولس سره بشري مرستې وشي.
سرچینه زیاتوي، د افغانستان د بیارغونې د صندوق پدې پیسو به د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وکړی شي په افغانستان کې د شاوخوا ۱۲.۵ میلیون کسانو لپاره اساسیي روغتیایي خدمات برابر کړي او د خوراک نړیوال پروګرام به پدې پیسو ۲.۷ میلیون کسانو ته خوراکي مواد ورکړي او ۸۴۰ زرو میرمنو او ماشومانو ته به د تغذیې امکانات برابر کاندي.
جمهورخبري آژانس:کابل