امریکا:

د افغانستان پر وضعیت پوهېږو، خو د خپلو شرایطو عملي کول غواړو

18 قوس 1400 ساعت 9:41

امریکا وایي، د افغانستان د اوسني وضعیت له هرې برخې خبر او پر خواشیني دي خو نړیواله ټولنه هم خپل شرایط لري، چې باید عملي کړل شي.


امریکا وایي، د افغانستان د اوسني وضعیت له هرې برخې خبر او پر خواشیني دي خو نړیواله ټولنه هم خپل شرایط لري، چې باید عملي کړل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ له یوې امریکا رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې د روان وضعیت په هره برخه کې له روان وضعیت نه خبر دي او خواشینوونکی دی، خو تر هغه چې دوی له هر څه ډاډه نه شي کنګل شوې شتمني نه ازادوي.

وېسټ زیاته کړې«د خلکو له ناوړه اقتصادي وضعیت، د ماشومانو له خوارځواکۍ، د معاشونو له ځنډېدو، ښوونځيو او دندو ته د نجونو له نه تګ او نورو مسایلو خبر یو، خو تر هغه چې په افغانستان کې له هر څه ډاډه نه شو د کنګل شوې شتمنۍ ازادول او رسمیت پېژندلو پروسه به پيل نه شي.»

د امریکا ځانګړي استازي ویلي، دوی ډاډه نه دي چې نوی حکومت به د ښځو حقونو رعایت کړي کنه او همدا راز و به کړی شي کنه چې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي.

توماس وېسټ یو ځل بیا ویلي، د افغانستان اوسنی وضعیت بوږنوونکی دی او هر هغه څوک پرې ځورېږي چې له افغانانو سره همدردي لري، خو نړیواله ټولنه هم خپل شرایط لري چې باید عملي کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145481

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145481/

جمهور
  https://www.jomhornews.com