کونړ کې د مخکني حکومت یو قاضي وژل شوی دی

9 قوس 1400 ساعت 13:10

سیمه ییزې سرچینې وايي، کونړ ولایت کې د مخکني حکومت یو قاضي د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.


سیمه ییزې سرچینې وايي، کونړ ولایت کې د مخکني حکومت یو قاضي د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وژل شوی قاضي عبدلواحد صاحبزاده نومېږي او د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ پخوانی قاضي وو.

سرچینې وايي، قاضي عبدلواحد صاحبزاده پرون دوشنبې د لیندۍ ۸ مه ماښام مهال وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا صاحبزاده د ماښام د لمانځه له ادا کولو وروسته کور ته روان و، چې پر لار نامعلومه وسله والو پرې ډزې کړې او وژلی یې دي.
 
تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
 
طالبانو هم تر اوسه په دې ړه نظر نه دی ورکړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145164

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145164/

جمهور
  https://www.jomhornews.com