چین او روسیه وايي، د افغانستان د ثبات لپاره یې هڅې دوام لري

9 عقرب 1400 ساعت 8:32

د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران وانګ يي او سرګي لاوروف د ایټالیا پلازمېنه روم کې سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.


د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران وانګ يي او سرګي لاوروف د ایټالیا پلازمېنه روم کې سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د يي او لاوروف لیدنه پرون شنبې د لړم ۸ مه شوې او دواړو د نورو اړوندو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې د افغانستان په اړه د مسکو د وروستۍ غونډې پر پایلو هم خبرې شوې او دواړو هغه غونډه اغېزناکه بللې ده.

وانګ يي او لاوروف ټینګار کړي، چې دغه غونډې به دوام کوي او په افغانستان کې به د پرمختګ او ثبات لپاره د سیمې د هېوادونو هڅې روانې وي.

دوی دواړو له نړیوالې ټولنې یو ځل بیا غوښتي، چې د افغانستان په بیا رغونه کې ونډه واخلي او په دې توګه دغه هېواد ته دایمي ثبات راولي.
 
د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې دغه راز له افغانستان سره د بشري مرستو پر رسولو هم ټينګار شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144128

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144128/

جمهور
  https://www.jomhornews.com