امریکا او هند افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې موافقه کړې

8 عقرب 1400 ساعت 13:46

امریکايي او هندي چارواکو د افغانستان روان وضعیت څېړلی او په دغه هېواد کې یې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې توافق کړی دی.


امریکايي او هندي چارواکو د افغانستان روان وضعیت څېړلی او په دغه هېواد کې یې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې توافق کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا او هند د ترهګرۍ سره د مبارزې مسوولانو جان ګاډفري او ماهاویر سینګ په یوه ناسته کې د افغانستان وضعیت ارزولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دواړو لورو په افغانستان کې له ترهګرو ډلو لکه القاعده، داعش، لشکر طیبه او جیش محمد سره پر مبارزې توافق کړی دی.

سرچینه وايي، دواړو لورو ټینګارکړی، چې د افغانستان له خاورې نه باید د ترهګرو ځاله جوړه او نورو هېوادونو او نړۍ ته ګواښ پېښ شي.
 
په خبرباڼه کې له طالبانو غوښتل شوي، تر چې دوی ته ډاډ ورکړي، چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو د روزلو پر ځاله نه بدلېږي.

ویل کېږي دا د امریکا او هند تر منځ ۱۸ مه ناسته ده، چې د ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په خاطر تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 144102

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144102/

جمهور
  https://www.jomhornews.com