۰

خلیلزاد د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره په افغانستان خبرې کړې

چهارشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۶
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي او د افغانستان په اړه غږېدلي دي.
خلیلزاد د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره په افغانستان خبرې کړې
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي او د افغانستان په اړه غږېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خلیلزاد او قریشي لیدنه تېره شپه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له یو بل سره لیدلي دي.

قریشي ویلي، په دغه لیدنه کې یې په افغانستان کې د انساني بحران په اړه د پاکستان اندېښنې ورسره شریکې کړې دي.

نوموړي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له خلیلزاد سره یې د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې او په دغه هېواد کې یې د انساني ناورین په اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړې دي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، اړتیا ده، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي هڅو ته لومړیتوب ورکړي او د افغانانو سره مرستې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي