۰

مودي او مکرون پر افغانستان خبرې اترې کړې دي

چهارشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۸
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د افغانستان په اړه غږېدلي دي.
مودي او مکرون پر افغانستان خبرې اترې کړې دي
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د افغانستان په اړه غږېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، ښاغلي مودي او مکرون له افغانستانه د ترهګرۍ احتمالي خپریدو ته اندېښنه ښکاره کړې.

د ښاغلي مودي دفتر وايي، نوموړي له مکرون سره په دغه تلېفوني اړیکه کې له افغانستانه د نشه يي توکو، انسانانو او وسلو د قاچاق په اړه هم خبرې وکړې.

د هند او فرانسې مشرانو ټینګار وکړچې باید په افغانستان کې د ښځو او اقلیتونو د حقونو په برخو کې ډاډ ترلاسه شي.

تمه ده چې د هند لومړی وزیر ناریندرا مودي د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه د امریکا د متحد ایالاتونو له ولسمشر جوبایډن سره هم خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي