د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې یا FBI خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدل کولی شي په امریکا کې تندلاري زړه ور کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یادې ادارې رییس کریستوفر ری پرون سه شنبې د وږي ۳۰ مه د امریکا د سنا مجلس په یوه استعمایه غونده کې کړې دي.
نوموړي ویلي، د افغانستان د پخواني حکومت سقوط او احتمالا د بهرنیو ترهګرو ډلو پر یوه پټنځای د هغه هیواد بدلیدل، ښايي په لوېدیځ کې مېشت تندلارې تاوتریخجنو اقداماتو ته وهڅوي.
ری زیاته کړې، چې له دې ډول تهدیداتو سره مبارزه د امریکا په منځ کې د ترهګریزو فعالیتونو پر ضد د مبارزې په سر کې ځای لري.
په ورته وخت د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې د ملي مرکز مشرې کرستټین ابي زید هم دغه غونډه کې ویلي، د واشنګټن اصلي تمرکز په دې دی، چې القاعده شبکه او داعش څه ډول ځانونه پر امریکا د برید لپاره چمتو کوي.
مېرمن ابي زید زیاته کړه، امریکا باید څارنه او ارزونه وکړي چې آیا القاعد او داعش له اټکل شویو وړاندوینو مخکې، د خپلو بهرنیو عملیاتو وړتیاووي پراخوي که نه.
د امریکا استخباراتي چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د داعش خراسان څانګې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې د افغانستان په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د څلورو خونړیو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل