۰

نړیوالو د افغان مېرمنو د حقونو د خونديتوب غوښتنه وکړه

چهارشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۷
د نړۍ یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه وښوده او د دغه حقونو د خوندیتوب غوښتنه یې وکړه.
نړیوالو د افغان مېرمنو د حقونو د خونديتوب غوښتنه وکړه
د نړۍ یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه وښوده او د دغه حقونو د خوندیتوب غوښتنه یې وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غوښتنه پرون سه شنبې د وږي ۳۰ مه د نړۍ د یو شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د بشري حقونو مدافع سازمانونو په انلاین غونده کې شوې ده.

په دغه غونده کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې په تیرو شلو کلونو کې د نړیوالې ټولنې لاسته راوړنې هېرې نه کړي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هغو راپورونو چې مېرمنې او نجونې ښونځيو او پوهنتونونو ته له تګه منع شوي او د نجونو ښوونځي تړل شوي، لویي اندیښنې راولاړې کړي دي.

لوګي دي مایو ټینګار کړي، چې نړیواله ټولنه باید فعال رول ولوبي څو په افغانستان کې له چارواکو څخه وغواړي چې د مېرمنو حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړي د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ، داسې یو خپلواک میکانیزم جوړ کړي چې له مخې یې د افغان میرمنو د بشري حقونو د نقض موارد ولیدل شي.

دغه راز د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس غونډې ته ویلي، د هغه هېواد به د طالبانو  ارزونه د هغوی د اعمالو له مخې وکړی نه د هغوی د خبرو.

دی وايي، له افغانستان سره خپلې بشر دوستانه مرستې د پام وړ زیاتوي او هغه د مېرمنو د مشخصو اړتیاوو پر اساس تنظیموي.

د یونسف اجرایوي مشرې هنریتا فور هم اندېښنه څرګنده کړې، چې ښايي ګڼ شمیر نجونې بېرته ښوونځي ته پرې نه ښودل شي.

مېرمن هنریتا فور زیاته کړې، طالبان باید ښځینه ښوونکو ته اجازه ورکړي چې بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي.

نوموړې ویلي« نه شي کېدای نجونې هېرې شي، دا مهمه ده چې د لویو نجونو په ګډون، ټولې نجونې له هر ډول اضافه تاخیر پرته خپل درسونه له سره پیل کړي.»

دغه راز د بشري حقونو د کمېسیون عالي کمېشنرې ویلي، له هر ډول جنسیتي تاوتریخوالو پرته او د سپورت په ګډون فرهنګي ژوند ته د مېرمنو او نجونو د لاس رسي حقونو ته باید درناوی وشي.

مېرمن باچالیت زیاته کړه، مېرمنې باید په مساوي توګه په هېواد کې تصمیم نیونې په برخه کې سهم ولري.

نړیوال په داسې حال په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو په اړه اندېښنه ښيي، چې طالبانو په وار وار ویلي، د ښځنو د تعلیم او کار مخالف نه دي او له اسلامي قوانینو او اصولو سره سم به هغوی ته اجازه ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي