۰

افغان کرکټ ته لوی خطر، ښايي له نړیوال جام محروم کړی شي

چهارشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۶
د کرکټ نړیوال شورا اعلان کړی، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته ښايي د طالبانو د بیرغ په لرلو سره په نړیوال جام کې ونډه ورنه کړای شي.
افغان کرکټ ته لوی خطر، ښايي له نړیوال جام محروم کړی شي
د کرکټ نړیوال شورا اعلان کړی، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته ښايي د طالبانو د بیرغ په لرلو سره په نړیوال جام کې ونډه ورنه کړای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شورا ویلي، دوی انتظار دي او ګوري، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له کوم بیرغ سره په نړیوال جام کې ګډون کوي.

دغه شورا خبرداری ورکړی او اندېښنه یې ښودلې، چې که افغان کرکټ ملي لوبډله د طالبانو له بیرغ سره په دغه جام کې ګډون وکړي، دا احتمال شته، چې له لوبو ومنع کړی شي.

راپورونه وایي، د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، ۱۶ لوبډلې باید خپل بیرغونه دغه شورا ته ورمعرفي کړي.
 
د کرکټ د معمول سره سم د هر هېواد لوبډله د خپل هېواد د بیرغ سره په دغه لوبو کې ګډون کوي، خو دا خل دا موضوع د افغانستان په اړه توپیر لري.

دلته اوس د افغانستان د ملي بیرغ پر ځای د طالبانو د اسلامي امارت بیرغ رپاند دی او د کرکټ د نړیوالې شورا د اعلان له مخې که ملي لوبډله د طالبانو له بیرغ سره په لوبو کې د ګډون وکړي، ښايي له نړیوال جام محروم کړی شي.

په ورته وخت کې ویل کېږي له همدې امله د کرکټ نړیواله شورا په پام کې لري، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په اړه بېړنۍ غونډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي