۰

جنوبي کوریا له افغانستان سره کابو ۲۰ میلیون ډالره مرسته کوي

چهارشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۳۹
د جنوبي کوریا حکومتي چارواکي وايي، هېواد به یې راتلونکی کال له افغانستان سره به بېلا بېلو برخو کې مرستې وکړي او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.
جنوبي کوریا له افغانستان سره کابو ۲۰ میلیون ډالره مرسته کوي
د جنوبي کوریا حکومتي چارواکي وايي، هېواد به یې راتلونکی کال له افغانستان سره به بېلا بېلو برخو کې مرستې وکړي او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جنوبي کوریا حکومت زیاته کړې، چې دوی د شاوخوا ۱۹،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت په راتلونکي میلادي کال کې په افغانستان کې د ځينو انکشافي پروژو د پیلولو پلان لري.

سرچینې زیاته کړې، جنوبي کوریا غواړي، دغه پیسې په افغانستان کې د ظرفیت لوړونې او پالیسي جوړونې په برخه کې ولګوي.

د یاد هېواد چارواکو رسنیو ته ویليؤ  له جګړه ځپلي افغانستان سره مرسته کول د نړیوالو مسوولیت دی او دوی هم غواړي ددغه هېواد په بیا رغونه کې رغنده رول ولوبوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي