۰

طالبانو خپله کابینه کې نوې ګمارنې کړې او د لوړې مراسم یې لغوه کړي

سی شنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۷
د افغانستان اسلامي امارت په کابینه کې د دوه سرپرست وزیرانو تر څنګ یو شمېر نورې ګمارنې هم کړې او دغه راز یې د لوړې مراسم لغوه کړي دي.
طالبانو خپله کابینه کې نوې ګمارنې کړې او د لوړې مراسم یې لغوه کړي
د افغانستان اسلامي امارت په کابینه کې د دوه سرپرست وزیرانو تر څنګ یو شمېر نورې ګمارنې هم کړې او دغه راز یې د لوړې مراسم لغوه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابینې یو شمېر نوي ګمارل شوي کسان نن سه شنبې د وږي ۳۰ مه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا کابل کې د خبري ناستې پر مهال اعلان شول.

په نویو ګمارنه کې حاجي نورالدین عزیزي چې یو سوداګر او د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی د سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر او ډاکتر قلندر عباد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ټاکل شوی دی.

دغه راز حاجي محمد بشیر او حاجي محمد عظیم سلطان زاده د سوداګرۍ وزارت لومړی او دویم مرسیتالان ټاکل شوي او ډاکتر عبدالباري عمر او ډاکتر محمد حسن غیاثي چې هزاره توکمی دی، د روغتیا وزارت مرستیالان ټاکل شوي دي.
 
همدارنګه صدر ابراهیم د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت مرستیالان ټاکل شوي دي.

دغه راز نظر محمد مطمین د المپیک د ملي کمېټې سرپرست، مجیب الرحمن عمر د برېښنا وزارت مرستیال، غلام غوث د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال، محمد فقیر د مرکزي احصایې سرپرست، محمد ګل د سرحداتو مرستیال، ګل زرین کوچی یې دویم مرستیال، ارسلا خروټی د کډوالو مرستیال، لطف الله خیرخوا، د لوړ زده کړو وزارت د مسلکي معین او نجیب الله د اټمي انرژۍ د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

په دغه کنفرانس کې مجاهد ټینګار وکړو چې کابینه کې نوي تاکل شوي کسان د وړتیا او ټولشمولیت پر بنسټ ټاکل شوي او لا هم د کابینې د مسلکي کېدو هڅې روانې دي.

مجاهد د کابینې د لوړې د مراسمو په اړه و ویل، چې دغه مراسم کار ته رسېدو او وخت د ضایع کېدو په خاطر لغوه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي