مجاهد:د پاکستان په ګډون چا ته په کورنیو چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوو

30 سنبله 1400 ساعت 12:16

د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد ته د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسووهنې اجازه نه ورکوي.


د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد ته د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسووهنې اجازه نه ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مجاهد چې نن سه شنبې د وږي ۳۰ مه د کابینې د پاتې غړو د اعلان په مراسمو کې خبري کنفرانس ته خبرې کولې و ویل، چې دوی د حکومت جوړونې په برخه کې د ټولو هېوادونو سره مشوره کې دي خو هېچا ته به دا اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

نوموړي وویل چې نړیوال دې د افغانستان حکومت په رسمیت و پېژني، له افغانستان سره دې ديپلوماتیکې اړیکې وساتي او په خبره یې د ملګرو ملتونو مسوولیت دی چې د نوي حکومت د رسمیت لپاره هڅه وکړي.

ښاغلي مجاهد د ښې حکومتولۍ په اړه زیاته کړه، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو مشورو ته درناوی ولري خو هېچا ته د هېواد په کورنیو چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوي.

دی وايي، پاکستان او د نړۍ نورو هېوادونو د حکومتولۍ په اړه له افغانستان سره د سلا مشورې لرلې دي او په وینا یې د اسلام اباد په ګډون هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142748

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142748/

جمهور
  https://www.jomhornews.com