۰

قزاقستان افغانستان ته زرګونه ټنه غنم او اوړه صادروي

سی شنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۵
د قزاقستان د کرنې وزیر یربل کارشیکیف، هېواد به یې روان کال افغانستان ته لا ډېر غنم او اوړه صادر کړي.
قزاقستان افغانستان ته زرګونه ټنه غنم او اوړه صادروي
د قزاقستان د کرنې وزیر یربل کارشیکیف، هېواد به یې روان کال افغانستان ته لا ډېر غنم او اوړه صادر کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کارشیکیف په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی سږ کال د خپلو غلو ۹۵ سلنه حاصلات راټول کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې قزاقستان روان کال د غنمو ۱۶ میلیونه ټنه حاصلات لرل چې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالی ښيي.

دی وايي، یاد غنم د دوی تر داخلي اړتیا څو برابره لوړ دي نو له همدې امله په پلان کې لري چې میلیونونه ټنه غنم او اوړه په ایران او افغانستان کې خپلو دودیزو بازارونو ته صادر کړي.

قزاقستان ویلي تمه لري چې له افغانستان سره سوداګري نورمال وضعیت ته راوګرځي او دوی وکړی شي زرګونه ټنه غنم او اوړه افغانستان ته صادر کړي.

قزاقستان په مرکزي اسیا کې له هغو هېوادونو دی چې افغانستان ترې تر ډېره غله دانه واردوي او خوراکي توکي یې په افغانستان کې ګرم بازار لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي