۰
د بشري حقونو ادارې:

افغانستان کې د بشري حقونو تېرې ۲۰ کلنې لاس ته راوړڼې له ګواښ سره مخ دي

سی شنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۷
د بخښني نړیوال سازمان، د بشري حقونو نړیوال فدراسیون او د شکنجې ضد نړیوالې ادارې وايي، افغانستان کې د بشري حقونو تېرې ۲۰ کلنې لاس ته راوړڼې له ګواښ سره مخ دي.
افغانستان کې د بشري حقونو تېرې ۲۰ کلنې لاس ته راوړڼې له ګواښ سره مخ دي
د بخښني نړیوال سازمان، د بشري حقونو نړیوال فدراسیون او د شکنجې ضد نړیوالې ادارې وايي، افغانستان کې د بشري حقونو تېرې ۲۰ کلنې لاس ته راوړڼې له ګواښ سره مخ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی په تازه راپور کې چې پرون دوشنبې د وږي ۲۹ مه خپور شوی ویلي، په افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وروسته د بشري حقونو په برخې کې هغه کامیابي چې په تیرو شلو کالونو کې شویده، د خطر سره مخ ده.

د جنوبي آسیا لپاره د بخښنې د نړیوال سازمان مرستیالې دینوشیکا دیسانایاکې په راپور کې ویلي، طالبانو یوازې په تېرو څه باندې ۵ اوونیو کې چې په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، په ښکاره یې دا ښودلې چې د بشري حقونو د خوندیتوب او درناوي په برخه کې جدي ندي.

نوموړې ویلي«د سرغړواونو څپې مو لیدلي. د غچ اخیستو لپاره بریدونه، په مېرمنو محدودیتونه، د مظاهره چیانو، مطبوعاتو او مدني ټولنې د فعالینو ځپنې مو لیدلي.»

پدې راپور کې تور پورې شوی چې د اګست د میاشتې د ۱۵ مې نېټې راپدیخوا چې طالبانو کابل نیولی، تقریباً هره ورځ د بشري حقونو په مدافعینو بریدونه شوي.

د راپور په یوې برخې کې ویل شوي، طالبان د بشري حقونو په مدافعینو پسې کاله په کاله ګرځي او اکثریت یې مجبور شوي چې پټ شي.

راپور وايي، دا معلومات د هغه څه چې په افغانستان کې روان دي، ښایي یوازې یو انځور یا وړه نمونه وي ځکه چې هلته له یوې خوا ویره خپره ده، له بلې خوا په ډیری ځایونو کې خلک د موبایل ټیلیفونونو سره وصل ندي او یا طالبانو په لوی لاس انټرنیټ پرې کړی.

په ورته وخت د شکنجې ضد د نړیوالې ادارې د پروګرام مشرې ډیلفیني ریکالیو ویلي، نړیواله ټولنه باید خپل اخلاقي او سیاسي ژمنې پر ځای کاندي.

نوموړې ټینګار کړی، چې هغه خلک دې ناکام کېدو ته نه پرېږدي چې پخپل هیواد کې یې خپل ژوند د بشري حقونو د دفاع، جنسي برابرۍ، د قانون حاکمیت او دیموکراتیکو ارزښتونو لپاره وقف کړی و. په هره بیعه چې کیږي، هغوي باید خوندي شي.

طالبانو تر اوسه دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي