۰

طالب مشرانو د روغتیا نړیوال سازمان له مشر او پلاوی سره لیدلي

سی شنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۲
د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت مشرانو د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ټیډروس او ورسره پلاوي سره لیدلي او افغانستان کې پر شته روغتیايي ستونزو ورسره غږېدلي دي.
طالب مشرانو د روغتیا نړیوال سازمان له مشر او پلاوی سره لیدلي
د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت مشرانو د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ټیډروس او ورسره پلاوي سره لیدلي او افغانستان کې پر شته روغتیايي ستونزو ورسره غږېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان مشر او ورسره پلاوی پرون دوشنبې د وږي ۲۹ مه کابل ته راغی او د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د اسلامي امارت د کابینې له غړو سره یې ارګ کې وکتل.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وايي، په دغه لیدنه کې د نړیوال روغتیايي سازمان مشر له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

ښاغلي ټیډروس ویلي، دوی به د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي، چې دغه هېواد له بشري ناورین څخه وساتي.

نوموړي زیاته کړې«موږ کوښښ کو چې مرستې نورې هم زیاتې کړو، زموږ کارکوونکي چې پخوا د کرونا له امله کم شوي وو اوس به بیرته فعالیتونه او همکاران زیات کړو.»

دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان مشر دا ویلي، دوی به هڅه وکړي، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې او بېرته افغانستان ته ورکړل شي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت رییس الوزرا د روغتیا نړیوال سازمان له مرستو په مننې ویلي، د روغتیا چارې ډېرې مهمې دي ځکه چې ولسي دي او نړیوال باید دې برخې ته زیاته توجه وکړي.

ښاغلي حسن اخندزا د روغتیا نړیوال سازمان مشر او پلاوی ته ډاډ ورکړي، چې د مخکني حکومت په شان به د دوی مرستې د فساد خوراک نه کېږي، بلکې اسلامي امارت یې شفافیت ته ژمن دی.

ملا محمد حسن اخند ټینګار کړی، چې نړیوال او بشري ټولنې باید له افغانستان سره زیاتې مرستې وکړي، ځکه په وینا یې که مرستې ونه شي، هېواد کې به لوی بشري ناورین رامنځ ته شي.

د اسلامي امارت رییس الوزرا زیاته کړې، چې په ځانګړې توکه د کرونا ستونزه جدي ده، او که وضعیت همداسې دوام وکړي افغان ولس به له جدي‌ ستونزو سره مخ شي.

نوموړي دا هم ویلي، چې بشري مرستې باید له سیاست نه جدا شي او په ازاده توګه دوام پیدا کړي، ځکه په وینا یې مشکلات په فشارونو نه حل کیږي، بلکې په راشه درشه او تفاهم ښه حل کېدای شي.

همدا رانګه ملا محمد حسن اخند ټینګار کړی، چې شته بنديزونه باید لري‌ شي، ځکه مشکلات په خبرو او اترو حل شي او  بندیزونه او فشارونه پخوانۍ ناکامه تجربه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي