۰

ننګرهار کې پر طالبانو چاودنه شوې، پنځه تنه وژل شوي دي

دوشنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۱
ننګرهار کې د طالبانو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې د عیني شاهدانو په وینا ۵ تنه په کې وژل شوي دي.
ننګرهار کې پر طالبانو چاودنه شوې، پنځه تنه وژل شوي دي
ننګرهار کې د طالبانو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې د عیني شاهدانو په وینا ۵ تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې چاودنه پرون یکشنبې د وږي ۲۸ مه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کابل هډې ته څېرمه شوې ده.

د عیني شاهدان په وینا د طالبانو موټر له دې سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې چاودنه پرې وشوه او یو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

راپورونه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې یو ماشوم، دوه ملکیان او دوه طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي یو شمېر طالب ټپیان روغتون ته د درمنلې لپاره وړل شوي دي، خو تر اوسه طالبانو د دغه چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم ننګرهار کې درې پرلپسې چاودنې وشوې، چې له امله یې درې تنه مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي وو.

د پرونۍ او وړمې ورځې د پېښو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي