۰

جلال آباد او کابل کې چاودنو ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۲۷ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۲۳
د طالبانو واک ته د رسېدو یوه میاشت وروسته په لومړي ځل په څلورو چاودنو کې د ۲۴ تنو د مرګ ژوبلې راپور ورکړی شوی دی.
جلال آباد او کابل کې چاودنو ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د طالبانو واک ته د رسېدو یوه میاشت وروسته په لومړي ځل په څلورو چاودنو کې د ۲۴ تنو د مرګ ژوبلې راپور ورکړی شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې درې یې نن شنبې د وږي ۲۷ مه په جلال آباد ښار او یوه بله یې هم په کابل ښار کې شوې دي.

جلال آباد کې عیني شاهدان وايي، درې پرلپسې چاودنې د هند قونسلګرۍ مخ ته، ګل باغ او تلوېزیون تپې سیمه کې شوې دي.

د دوی په وینا په ۳ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي، چې کابو ټول ملکي وګړي دي او ځینې طالبان هم په کې شته.

ویل کېږي د پېښو قربانیان د ننګرهار ولایت سیمه ییز روغتون ته وړل شوي دی، چې په وژل شویو کسانو کې د دغه ولایت د برېښنا رییس موټر چلوونکی هم شامل دی.

بل خوا نن د کابل لوېدیځ د دشت برچي په سیمه کې هم یوه چاودنه رامنځ ته شوې ده.

عیني شاهدان وايي، چاودنه په یوه کرولا موټر کې د ځای پر ځای شوي مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې دوه تنه په کې ټپیان شوي دي.
 
طالبانو تر اوسه د دغه چاودنو په اړه څه نه دي ویلي، او نه یې هم مسوولیت چا اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي