۰

نن به ټول افغانستان کې ښوونځی پیل شي، خو نجونې به نه ورځي

شنبی ۲۷ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۳۲
د افغانستان د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د خبرپاڼې سره سم نن شنبې د وږي ۲۷ مه به په ټول افغانستان کې ښوونځي پیل شي.
نن به ټول افغانستان کې ښوونځی پیل شي، خو نجونې به نه ورځي
د افغانستان د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د خبرپاڼې سره سم نن شنبې د وږي ۲۷ مه به په ټول افغانستان کې ښوونځي پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت څخه په خپره  شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وږي د ۲۷ نه مې به ټول نارینه زده کوونکي او ښوونکي ښوونځیو ته حاضرېږي.

خو په دغه اعلامیه کې د نجونو د زده کړو او د ښځینه ښوونکیو د تدریس د کارونو په هکله څه نه دي ویل شوي.

د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي«د هېواد ټولو امارتي او خصوصي ښوونځیو، رسمي دارالعلومونو او رسمي مدارسو ته خبر ورکول کیږي څرنګه چې مخکې ټولو ښوونځیو او رسمي مدارسو ته تر شپږم ټولګي پورې د تعلیمي بهیر د پیل خبر ورکړل شوی وو د یادې تدریجي شروع په سلسله کې اوس د ذکورو (نارینه) ټولو متوسطه او لیسه ښوونځیو او رسمي مدارسو ته خبر ورکول کیږي تر څو د سنبلې د میاشتې په ۲۷ نېټه د شنبې په ورځ خپل تعلیمي او ښوونیز بهیر پیل کړي.»

د دغې مادې په وروستۍ جمله کې راغلي، چې ټول ذکور ښوونکي او زده کونکي باید خپل تعلیمي ادارو ته حاضر شي.

د اعلان په دویمه ماده کې د لازمو اجرائاتو سپارښتنه شوې او لیکل شوي چې، ټول ولایتي او اړوند مسئولین دې په دې اړه لازم اجراءات ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي