۰

اروپايي ټولنه: راځۍ د امریکا له ملاتړ پرته خپلې دفاعي وړتیاوې رامنځ ته کړو

پنجشنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۱
د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې وان در لین د دغه ټولنې پر غړو هېوادونو غږ کړي، چې د امریکا له ملاتړ پرته خپلې دفاعي وړتیاوې رامنځ ته کړي.
اروپايي ټولنه: راځۍ د امریکا له ملاتړ پرته خپلې دفاعي وړتیاوې رامنځ ته کړو
د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې وان در لین د دغه ټولنې پر غړو هېوادونو غږ کړي، چې د امریکا له ملاتړ پرته خپلې دفاعي وړتیاوې رامنځ ته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن لین د اروپا پارلمان کې د خپلې کلنۍ وینا پر مهال ویلي، اروپا کولی شي او په روښانه توګه باید وکولی شي، چې په خپله ډېر څه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، دا چې تر اوسه دا کار نه دی شوی، علت یې یوازې د قابلیت نه شتون نه دی، بلکې د سیاسي ارادې نشتوالی هم دی.

میرمن لین پر اروپايي ټولنې غږ وکړ چې دفاعي اتحادیه رامنځ ته کړي او له دې پرمختګ سره به د بلاک د قدرت نرم سنتي چلند تکمیل شي.

د اروپايي ټولنې مشرې د اروپايي ټولنې په کچه د وسلو د پلور او جوړولو په هدف د مالیاتي هڅونو، د استخباراتي معلوماتو د شریک کولو د ښه کیدو د پروګرامونو او د سایبري بریدونو په وړاندې د دفاعي وړتیاوو د لوړیدو وړاندیز وکړ.

د یادونې ده، چې د ۵۰۰۰ کسیز ځواک د جوړیدو وړاندیز د لومړي ځل لپاره په مې میاشت کې د اروپايي ټولنې د عمومي ستراتیژي د ارزونې پرمهال مطرح شو.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزف بوریل په غونډه کې وویل هیله من دی تر نومبر میاشتې پورې یو پلان وروستی شي.

اروپايي ټولنه اوس داسې یو سیستم لري چې کولی شي یوې ناارامه سیمې ته پوځیان واستوي خو هغوی هیڅلکه ندي کارول شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي