د جرمني د کورنیو چارو وزارت د ۲۶۰۰ افغانانو لپاره چې اوس اوس دې هېواد ته کډه شوي، د استوګنې ویزې ورکړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت یوه ویاند ویلي، حکومت په دې اړه پرون چهارشنبې د وږي ۲۳ مه د بهرنیو چارو وزارت ټولو دفترونو ته رسمي خبر ورکړ.
په دې ډله کې د بشري حقونو فعالان، هنرمندان، پوهان، ژورنالېستان او نور هغه خلک شامل دي چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.
جرمني به د دې کسانو مېرمنو یا مېړونو او ماشومانو ته هم د استوګنې لپاره ویزې ورکوي او دوی به مجبوره نه وي چې د سیاسي پناه غوښتنه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل