د افغانستان د کرکت تر ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډله له بنګله دېش سره د لوبو لپاره دغه هېواد ته رسېدلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوبډلې یو شمېر لوبغاړي پرون شنبې د وږي ۱۳ مه دغه هېواد ته رسېدلې دي.
د افغانستان د کرکټ ټیم به د بنګلهدېش له ټیم سره پنځه یوه ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
دغه لوبې به چې د سیلهیت په نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي، د سپټمبر له ۱۰مې پیل او د سپټمبر تر ۲۵ پورې به دوام وکړي.
د بنګلهدېش د کرکټ بورډ ویاند ربعید امام ویلي، د افغانستان د کرکټ ټیم اته لوبغاړي ډاکې ته راورسېدل او پاتې نور به په دوو نورو ډلو کې راورسېږي.
دا پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې بهر ته د افغانستان د کرکټ ټیم لومړنی سفر دی.
د یادونې ده، چې د افغانستان د کرکت ملي لوبډله په راتلونکې میلادي میاشت کې له وسټنډیز او استرالیا سره هم په عمان یا اماراتو کې لوبې لري.
جمهورخبري آژانس:کابل