ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د بسپنې ټولولو پراخ کنفرانس جوړوي

13 سنبله 1400 ساعت 10:58

ټاکل شوې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د بسپنې ټولولو پراخ کنفرانس جوړي کړي.


ټاکل شوې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د بسپنې ټولولو پراخ کنفرانس جوړي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، دغه کنفرانس د روانې میلادي سپټمبر په ۱۳ مه نېټه په جینوا کې جوړېدونکی دی.

په دغه کنفرانس کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش هم برخه واخلي او په افغانستان کې به د بشري بحران په پراخېدو هم خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک پرون جمعه د وږي په ۱۳مه په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه کنفرانس د بودجې د زیاتولو لپاره رابلل شوی چې د ژغورنې بشر دوستانه عملیات دوام ومومي.

د یادونې ده، چې تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند، بابر بلوچ له نړۍ غوښتنه وکړه چې له افغانانو او افغانستانه خپل تمرکز بلې خوا ته وانه ړوي.

نوموړي ویلي وو، روان میلادي کال تر شپږو لکو زیات افغانان په بېلابېلو دلایلو بې ځایه شوي، چې ۸۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142185

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142185/

جمهور
  https://www.jomhornews.com