۱

پاکستان: نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي

سی شنبه ۲ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۰۸
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې د سیمې په سفر وتلی وايي، نړیواله ټوله باید له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي.
پاکستان: نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې د سیمې په سفر وتلی وايي، نړیواله ټوله باید له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي په تازه څرګندونو کې ټینګار کړي، چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د مذاکراتو په پیل افغانستان کې افغانانو ته د منلو وړ نظام په جوړولو کې همکاري وکړي.

قریشي زیاته کړې، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او تمه لري چې په دغه هېواد کې ژر تر ژره دایمي ثبات رامنځ ته شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، ترکمنستان، ازبکستان، ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفر کوي څو دوی وهڅوي چې په افغان سوله کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

قریشي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو کابل ته له راتګ سره سم په وار وار اعلان کړه، چې دوی د قدرت د انحصار په لټه کې نه دي، بلکې هڅه کوي، چې یو ټول شموله حکومت رامنځ ته کړي.

طالب مشرانو ټينګار وکړ، چې دوی په دې اړه له افغان سیاسیونو سره خبرې اترې روانې کړې او ډېرې ژر به یو داسې حکومت اعلان کړي، چې هر افغان په کې ځان وګوري او ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي