ولسمشرغني:ولس د الله اکبر په ویلو د طالب د فتنې ځواب ورکړ

14 اسد 1400 ساعت 9:32

افغان ولسمشر یو ځل ویلي، چې هېوادوالو د الله اکبر په ویلو سره د طالبانو د فتنې جګړې ځواب ورکړ.


افغان ولسمشر یو ځل ویلي، چې هېوادوالو د الله اکبر په ویلو سره د طالبانو د فتنې جګړې ځواب ورکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د زمري ۱۳ مه د افغان ځواکونو له متقاعدو جنرالانو او افسرانو سره په لیدنه کې کړې دي.

په ارګ کې جوړې شوې دغه غونډې ته ولسمشر غني زیاته کړه، چې د طالبانو جګړه د هېواد، ملي ارزښتونو او عنعناتو خلاف جګړه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په بې سارې ډول د ولس او خلکو ملاتړ له ځان سره لري او په خپل ټول توان به د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي.

ښاغلي غني و ویل، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پیاوړتیا، مسلکي او غیر سیاسي کېدو لپاره هڅې دوام لري.

دی وايي، د هېواد د دفاع په موخه یې یوولس میلیارده افغانۍ ملکي بودجه کمه کړې او د منابعو په لا ښه او ګټور استمعال تمرکز کېږي.

ولسمشر زیاته کړه، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته جلب او جذب د دولت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی، ځکه خلک د ملېشو جوړول نه، بلکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا غواړي.

په ورته وخت کې متقاعدو جنرالانو ویلي، دوی د پاکستان د نیابتي جګړې پر وړاندې د هېواد د استقلال ساتلو په موخه هر راز قربانۍ ته چمتو دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141411

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141411/

جمهور
  https://www.jomhornews.com