سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د دوه ترافیکي پېښو په ترڅ کې دوه کم څلوېښت تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې د تېره شپه د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند سیمو کې رامنځ ته شوې دي.
د لغمان د والي ویاند وايي، لومړۍ پېښه د کابل – جلال آباد پر لویه لار د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په نارنج باغ سیمه کې د یوه کاسټر او سراچې موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې ۸ تنه مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
دی وايي، دویمه پېښه هم د همدې شپې په سهار وختي د همدې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې، چې ۱۲ تنه په کې وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د والي د ویاند په وینا په دواړو پېښو کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي، چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د پېښو ټپیان د لغمان او ننګرهار روغتونو ته د درملنې په موخه وړل شوي، چې د روغتیايي چارواکو په وینا د ځينو ټپیانو وضعیت ښه نه دی.
دواړه پېښې د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې پروايۍ له امله رامنځ ته شوې دي، چې په اړه یې څېړنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:لغمان