د هرات چارواکي: طالبانو مخابراتي تاسیسات په بمولو الوزولي

14 سرطان 1400 ساعت 8:21

د هرات چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت په اسلام قلعه کې مخابراتي تاسیسات په بمونو الوزولي دي.


د هرات چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت په اسلام قلعه کې مخابراتي تاسیسات په بمونو الوزولي دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د هرات د مخابراتو رییس عاشق الله علیزی وايي، د دې تاسیساتو د ویجاړولو له امله هرات کې د انټرنیټي خدمتونو اصلي شبکې پرې شوې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي.

دی واي،ي دوی اوس له فرعي یا مرستندویه شبکې کار اخلي، خو وايي تر چې اصلي شبکې جوړېږي، تر یوې اوږدې مودې پورې به هرات کې انټرنېټ کمزوری وي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د مخابراتو د ویجاړو شویو تاسیساتو د رغولو لپاره کابو یو میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.

طالبانو تر اوس په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې دغه ډول خبرونه رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140404

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140404/

جمهور
  https://www.jomhornews.com