د کرونا له امله بیا په ټول هېواد کې جدي بندیزونه ولګول شول

22 جوزا 1400 ساعت 9:02

د کرونا د درېیمې څپې له شدت او ورځ تر بلې زیاتېدو سره د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ځینې بندیزونه وضع کړلږ


د کرونا د درېیمې څپې له شدت او ورځ تر بلې زیاتېدو سره د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ځینې بندیزونه وضع کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مخکې یوازې په ۱۶ ولایتونو کې د څلورو اونیو لپاره پوهنتونونه، ښوونځي او نور تعلیمي مرکزونه بند و خو اوس دا کال په ټولو ولایتونو کې شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت وایي، سر له نن شنبې د غبرګولي له ۲۲ مې وروسته په پاتې نورو ولایتونو کې هم پر پوهنتونونو، ښوونځیو او ښوونیز مرکزونوه بندیزونه وضع شوي دي.

د دغه وزارت ویاند دستګیر نظري وايي، عامې روغتیا وزارت په ۳۴ ولایتونو کې ټول ښوونیز او تحصیلي مرکزونه وتړل، پخوا ۱۶ ولایتونو کې وو.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې په ټول هېواد کې باید د ودونو تالارونه، ورزشي مرکزونه، کلپونو او حوزونه تړلي وي.

دی وایي، رسټورانټونه چې سرپټو ځایونو کې دي، باید حد اکثر لس مېلمانه یوه وخت کې ولري. عمومي ځایونو کې د ماسک تړل هم جبري شوي او د دولت هغه مامورین به له کورونو کار کوي چې له ۵۵ کلونو زیات عمر لري.

د عامې روغتیا وزارت له ښاروالیو هم غوښتي چې د بازارونو د نوبتي پرانیستو او دغه راز د فزیکي واټن امکانات دې وسنجوي.

د جوماتونو له ملا امامانو هم غوښتل شوي چې د لمانځه پر مهال فزیکي واټن ته پام وکړي او که امکان وي، ازاده فضا کې دې لمونځ وکړي.

دا او یو لړ نور بندیزونه داسې مهال اعلانېږي چې د مصنوعي اکسیجن کمښت ته اندېښنې ډېرې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 139678

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139678/

جمهور
  https://www.jomhornews.com