۰

بدخشان کې ترافیکي پېښې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

سی شنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۳
سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۷ تن ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بدخشان کې ترافیکي پېښې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۷ تن ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۰ مه له غرمې مخکې د بدخشان ارغنخواه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي، د ولسي وګړو صرف موټر له ارغنخواه ولسوالۍ د مرکز فیض آباد په لور روان و، چې په لار کې له سړکه واوښته او چپه شو.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي، چې په وژل شویو کې درې مېرمنې او یو ماشوم شامل دي او په ټپیانو کې بیا یو ماشوم شامل دی.

دی وايي، د پېښې ټپیان د برهان الدین رباني روغتون ته وړل شوي، چې څلور رخصت او پنځه تنه لا هم روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي