۰
مشرانو جرګه:

فاریاب کې د نظام پر وړاندې وسله وال مخالفتونه غیرقانوني عمل دی

یکشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۴۷
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار فاریاب ولایت کې د نظام پر وړاندې د ځايي خلکو وسله وال مخالفتونه او لاریونونه غیرقانوني او ناسم چلند وباله.
فاریاب کې د نظام پر وړاندې وسله وال مخالفتونه غیرقانوني عمل دی
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار فاریاب ولایت کې د نظام پر وړاندې د ځايي خلکو وسله وال مخالفتونه او لاریونونه غیرقانوني او ناسم چلند وباله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مسلمیار نن یکشنبې د غبرګولي ۲ مه د مشرانو جرګې عمومي غونډه کې د فاریاب د خلکو په دغه غبرګون سخته نیوکه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې مدني حرکتونه د قانون په چوکاټ کې د خلکو مسلم حق دی خو د طالبان پر وړاندې وسله پورته کول، مخالفت او لاریونه غیرقانوني عمل دی.

نوموړي زیاته کړه، که څه هم ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د هر ډول وضعیت د مهارولو وړتیا لري خو په وینا یې مشرانو جرګه هڅه کوي، چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

مسلمیار وايي، د هېواد هر وګړی په مختلفو سیمو کې د دندې ترسره کولو حق لري خو زیاتوي، چې حکومت هم باید د مسؤلینو په ټاکلو کې له دقت څخه کار واخلي.

د مشرانو جرګې رییس وايي، د دوی ترمنځ بحثونه دوام لري او باوري دی، چې مثبته پایله به ولري او د فاریاب ولایت ستونزه به حل شي.
 
د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند یو شمېر کسانو د دغه ولایت لپاره د حکومت لخوا د نوي والي محمد داود لغماني له ټاکل کېدو سره په مخالفت کې اعتراضونه پيل کړي دي.

دوی له تېرو څو ورځو راهیسې لاریونونه پیل کړي، د یو شمېر دولتي ودانیو دروازې یې تړلې او والي هم له قول اردو چارې مخ ته وړي.

معتریضونه چې د جنبش د ګوند پلویان دي نن یې په دغه ولایت کې د والي د ټاکلو لپاره خپل منځ کې ټاکنې پیل کړې وې.

دوستم ته نېږدې کس او د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال بابر فرهمند ویلي، څلورو کسانو د والیتوب لپاره ځانونه نوموړي، خلک رایې ورکوي او هر یو چې انتخاب شو، د ټاکلو لپاره به حکومت ته ورمعرفي شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي