۰

بایډن د تر ټاکلي ضرب الاجل مخکې افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه پرېکړه اعلانوي

شنبی ۲۱ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۶
سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه پرېکړه تر ټاکلي ضرب الاجل د مخه اعلان کړي.
بایډن د تر ټاکلي ضرب الاجل مخکې افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه پرېکړه اعلانوي
سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه پرېکړه تر ټاکلي ضرب الاجل د مخه اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو او امریکا د دوحې د تړون سره سم ټاکل شوې د مۍ تر اولې پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

خو د بایډن په راتګ رسره امریکايي چارواکو او خپله بایډن په وار وار ویلي، چې تر ټاکلې نېتې پورې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل له سیاسي او تخنیکي پلوه ستونزمن کار دی.

طالبان بیا د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي وايي، که دوی د دوحې له هوکړې سره سم افغانستان پرېنږدي له سره به پرې بریدونه پیل کړي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او نه وتلو مساله په دې وروستیو کې خورا ګرمه شوې خو تازه د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي، ولسمشر بایډن به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه تر ټاکلي ضرب‌الاجل د مخه، چې د مې لومړۍ نېټه ده، اعلان کړي.

نوموړې ویلي، د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې تر اعلان دمخه څه نشي ویلي خو تمه ده چې د مې تر لومړۍ نېټې د مخه‌ یې په خپله له ولسمشر څخه واورۍ.

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل، چې په دې اړه له څو اوونیو راهیسې ډیپلوماتیکې هڅې او له طالبانو سره خبرې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي