۰
روسیه:

له پاکستان سره په ګډه د افغان سولې لپاره د اسانتیاو رامنځته کولو هڅه کوو

پنجشنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۰
روسیه وايي، د پاکستان سره د افغانستان په اړه ګډ نظر لري او هڅه کوي په دغه هېواد کې د سولې لپاره د اسانتیاو رامنځ ته کړي.
له پاکستان سره په ګډه د افغان سولې لپاره د اسانتیاو رامنځته کولو هڅه کوو
روسیه وايي، د پاکستان سره د افغانستان په اړه ګډ نظر لري او هڅه کوي په دغه هېواد کې د سولې لپاره د اسانتیاو رامنځ ته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.

لاوروف چې پرون د یوه ۱۳ کسیزه پلاوي په مشرۍ له هند څخه اسلام آباد ته تللی و په دغه خبري کنفرانس کې زیاته کړه، چې مسکو او اسلام آباد د افغانستان په اړه ګډ نظر لري.

نوموړي زیاته کړه، له پاکستاني لوري سره یې موافقه وکړه، چې باید په افغانستان کې د ښکېلو خواو تر منځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ټولشموله سیاسي خبرو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

ویل کېږي لاوروف له پاکستاني چارواکو سره د مسکو او اسلام آباد تر منځ په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا هم خبرې او ټینګار کړی دي.

لاوروف ویلي مسکو او اسلام آباد به د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې همکاري زیاتوي، روسیه به پاکستان ته نظامي وسایل ورکوي او دواړه هېوادونه به په غرونو او سمندر کې ګډ نظامي تطبیقات هم کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پخپلو خبرو کې جزیات ورنکړل چې پاکستان ته څه ډول وسلې ورکوي خو زیاته کړې یې ده، چې د تروریزم سره د پاکستان د مبارزې د لا پیاوړي کېدو په خاطر پاکستان ته ځانګړي نظامي تجهیزات ورکوي.

د روسیي د بهرنیو چارو وزیر پداسې وخت کې پاکستان دا سفر کړی چې واشنګټن په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کیدو یا ایستلو په پریکړې غورې کوي او د طالبانو سره د دوحې موافقه هم ارزیابي کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي