ناټو سازمان یو ځل بیا ټینګار کړی، چې له افغانستان او په ځانګړي ډول له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او افغان سولې سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي اسټفانو پونته کورو د افغانستان د بهرینو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره لیدنه کې کړې دي.
د ښاغلي اتمر او ښاغلي پوتنه کورو لیدنه پرون سه شنبې د وري ۱۷ مه بهرنیو چارو وزارت کې شوې او دواړو لورو د افغان سولې او له افغانستان او افغان ځواکونو د ناټو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغان سولې په تړاو د ترکیې پر ناسته هم خبرې کړې او په بېلا بېلو برخو کې یې د دواړه اړخیزه همکاریو او نظریاتو پر تبادلې ټینګار کړی دی.
خبرپانه وايي، د ناټو ملکي استازي ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له سولې پروسې او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو به د ناټو ملاتړ او همکاري دوام ولري.
په ورته وخت خبرپاڼه وايي ښاغلي اتمر پرون کابل کې پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره هم لیدلي او د سولې پروسې تر څنګ یې د دوه اړخیزه او څو اړخیزه اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
سرچینه وايي، دواړو لورو د افغان سولې او په ځانګړي ډول د سولې په تړاو د ترکیې پر ناسته هم خبرې کړې ویلي یې دي چې د دغه خبرو او پروسې د بریالیتوب لپاره باید همکارۍ او سلا مشورې دوام ولري.
کابل کې د پاکستان سفیر افغانستان کې سوله او ثبات د سیمه ییز انتصال، اقتصادي پرمختګ او امنیت لپاره مهم بللی ویلي یې دي، چې هېواد یې په افغانستان کې له سولې او ثبات ملاتړ او همکاري کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل