۰
صالح:

د یما سیاوش د قاتلینو په ګډون ۱۱ طالب ماین خښوونکي نیول شوي دي

چهارشنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۴۵
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، امنیتي ځواکونو کابل کې د وسله والو طالبانو د ماین اېښودونې ۱۱ تنه مسوولین نیولي دي.
د یما سیاوش د قاتلینو په ګډون ۱۱ طالب ماین خښوونکي نیول شوي دي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، امنیتي ځواکونو کابل کې د وسله والو طالبانو د ماین اېښودونې ۱۱ تنه مسوولین نیولي دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن چهارشنبې د وري ۱۸ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په نیول شویو کسانو کې د یما سیاوش قاتلین هم شامل دي.

د هغه په وینا د طالبانو دغه ۱۱ تنه غړو کابل کې د ماین اېښودونو، مقناطسي ماین چاودنو او هدفي وژنو مسوولیت پر غاړه درلوده.

ښاغلي صالح له رسنیو، بشري حقونو له بنسټونو، مدني ټولنې او مدافع ګروپونو غوښتي، چې له دغه نیول شویو کسانو سره له نېږدې وګوري اعترافونه یې واوري او د طالبانو څېره نړیوالو ته وروښي.

د یادونې ده، چې پر پخواني خبریال او د مرکزي بانک پر کارکوونکي یما سیاوش د تېر کال د لړم میاشتې په ۱۷ مه نېټه کابل ښار کې د مقناطسي ماین چاودنه وشوه.

په دغه چاودنه کې سیاوش او د بانک درې تنه نور کارکوونکي و وژل شو، خو د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د ولسمشر لومړی مرستیال د دغه ۱۱ تنو د نیول کېدو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې وړمه ورځ ملي امنیت د ښاغلي صالح پر دفتر د برید د یوه پلانوونکي د نیول کېدو خبر ورکړ، چې په وینا یې د حقاني شبکې مهم غړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي