د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، هڅه کېږي، چې د افغان دولت پلاوی ټولشموله وي او د ترکیې په ناسته کې د واحدې طرحې او واحد نظر سره ګډون وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نظر او طرحې د یووالي لپاره پرون سه شنبې د وري ۱۷ مه د دغه شورا، نړیوالو بنسټونو، د سولې چارو وزرات او د افغان حکومت د مرکچي پلاوی د مشر معصوم ستانکزي تر منځ غونډه شوې.
د ملي مصالحې عالي شورا وايي، په دغه غونډه کې د ترکیې پر کنفرانس او دغه راز د دې غونډې لپاره د یوې واحدې طرحې په جوړلو خبرې شوې دي.
دغه شورا په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي عبدالله له قوله ویلي، چې د ترکیې ناستې لپاره د یوې واحدې طرحې جوړولو لپاره هڅې روانې دي.
عبدالله ټینګار کړي، چې هڅه کېږي په دغه ناسته کې د افغان دولت ګډون کوونکی پلاوی ټول شموله وي او نظر او طرحه یې یوه وي.
ډاکټر عبدالله عبدالله په دې غونډه کې چې د نړیوالې ټولنې او سیمه ییزو هېوادونو استازي هم پکې وو، د افغان سولې په اړه سیمهییزه او نړیواله اجماع خورا مهمه بللې او په دې برخه کې یې له مرسته کوونکو هېوادونو مننه کړې ده.
نوموړي ویلي، څومره چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې کېږي، همدومره افغانان سولې ته نږدې کېږي.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر تمه ښودلې چې د ترکیې غونډه په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو او دلته د دایمي سولې د راتګ سبب شي.
نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو ځینو سفیرانو هم په دې غونډه کې ژمنه کړې چې له افغان سولې سره به همکاري کوي او د استانبول په غونډه کې به د افغانستان له سوله ییز دریځ ملاتړ کوي.
د یادونې ده، چې ټاکل شوې د افغان سولې په تړاو د ترکیې ناسته د روانې میلادي میاشتې په ۱۶ مه نېته استانبول کې جوړه شي.
خو ځینې راپورونه وايي، تر اوسه په دوحه کې د امریکايي، قطري، ملګرو ملتونو د استازو، افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د ناستې پر نېته او اجنډا کومه هوکړه نه ده شوې او لا هم پرې خبرې روانې دي.
جمهور خبري آژانس:کابل