۰

پاکستان د افغانستان باروړونکو موټرو ته تر میرانشاه پورې د تلو اجازه ورکړه

سی شنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۹
د خوست چارواکي وايي، پاکستان د افغانستان باروړونکو موټرو ته تر میرانشاه پورې د تلو اجازه ورکړې ده.
پاکستان د افغانستان باروړونکو موټرو ته تر میرانشاه پورې د تلو اجازه ورکړه
د خوست چارواکي وايي، پاکستان د افغانستان باروړونکو موټرو ته تر میرانشاه پورې د تلو اجازه ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خوست د والي ویاند طالب منګل ویلي، نور به افغان باروړونکي موټر د غلام خان بندر له لارې تر میرانشاه پورې ځي.

نوموړی زیاته کړه، چې پرون یو شمېر موټر میرانشاه ته اوښتي او هلته ځايي حکومتي چارواکو ورته د هرکلي ځانګړي مراسم نیولي وو.

په ورته وخت کې افغان سوداګرو هم ویلي، چې نور د دوی باروړونکي موټر تر میرانشاه پورې په تذکره تللی شي.

یو تن سوداګر انور تڼي ویلي، د میرانشاه چارواکو افغان سوداګرو ته دا ژمنه هم ورسره کړې، چې تر لسو ورځو پورې به د دوی باروړونکي موټرو ته په ټول پاکستان کې هم اجازه ورکړي.

د شمالي وزیرستان مرستيال کمېشنر شاهد علي ويلي، د افغانستان سوداګريز موټر به اوس د ميرانشا منډيي ته راځي او د سوداګرۍ د ودې نورې لارې به ورسره پرانېستل شي.

دی وايي، صوبايي او مرکزي حکومت له افغانستان سره دوه اړخيزه سوداګري مهمه ګڼي او د همدې لپاره ټول امکانات په کار اچوي.

خو د خوست د سوداګرۍ د خونو رئیس نواب اميرزي د يادو سوداګريزو موټرو د اوښتو په اړه ناخبري ښودلې وايي، دوی سره په دې اړه تر اوسه اړیکه نه ده نیول شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي