۰

د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونده د وري په ۲۷ مه کېږي

یکشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۳
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا یو چارواکي وایي، ټاکل شوې د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونده د روانې وري میاشتې په ۲۷ مه چې د اپرېل له ۱۶ مې سره سمه ده وشي.
د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونده د وري په ۲۷ مه کېږي
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا یو چارواکي وایي، ټاکل شوې د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونده د روانې وري میاشتې په ۲۷ مه چې د اپرېل له ۱۶ مې سره سمه ده وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادوې شورا سلاکار سید ظاهر مطهري وايي د اپرېل په ۱۶ مه د ترکیې کېدونکې غونده د افغانستان د روانې کشالې د حل او سولې پروسې د چټکتیا لپاره خورا مهمه ده.

نوموړي ویلي«دا غونډه د افغانانو لپاره ډېره مهمه، حیاتي، تاریخي او برخلیک ټاکونکې ده، غونډه کې به افغان حکومت، سیاسي ګوندونه، لوی او اغېز لرونکي رهبران په یوې طرحې او ګډ لید لوري پروسې ته داخلېږي او د روانې کشالې او جګړې د ختمېدو لپاره به قوي حل لار لټوي.»

په ورته وخت قطر کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي هم ویلي، چې د اپرېل پر ۱۶ مه نېټه د استانبول پر غونده هوکړه شوې، خو افغان حکومت او طالبان وايي، تر اوسه په دې اړه موافقه نه ده شوې او کره نېټه نه ده معلومه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب پرون کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال و ویل افغان حکومت د غونډې لپاره په چمتوالي بوخت دی او تر اوسه یې کره نېټه نه ده معلومه شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوی، د امریکا، ترکیې او قطر له چارواکو سره د همدې غونډې په اړه خبرې اترې کوي.

هغه دا هم و ویل امکان لري امریکايي، ترکي او قطري چارواکي هلته له یوې موافقې وروسته کابل ته راشي او خپل معلومات له افغان چارواکو سره هم شریک کړي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ هم وايي، تر اوسه د غونډې نېټه او اجنډا نه ده مشخصه شوې، خو تاییدوي، چې په اړه یې خبرې روانې دي.

د افغان سولې په تړاو ترکیه کې جوړېدونکې غونده د ملګرو ملتونو په مشرۍ، د امریکا په څار او د ترکیې او قطر په کوربتوب جوړېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي