۰

اروپايي ټولنه د وچکالۍ ځپلو سره ۲ سوه زره یورو مرسته اعلان کړه

پنجشنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۱۳
اروپايي ټولنې په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو سره د ۲ سوه زره یورو مرستې اعلان کړی دی.
اروپايي ټولنه د وچکالۍ ځپلو سره ۲ سوه زره یورو مرسته اعلان کړه
اروپايي ټولنې په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو سره د ۲ سوه زره یورو مرستې اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مرستې به د افغانستان په بادغیس، بغلان او فاریاب ولایتونو کې پر وچکالۍ ځپلو کسانو باندې و وېشل شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پيسې به د وچکالۍ ځپلو لپاره د بېړنیو خوراکي توکو په برابرولو وګول شي.

دغې ټولنې زیاته کړې چې په دې برخه کې به د لازیات مالي ملاتړ د راجلبولو لپاره هلې ځلې وکړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي ارنوت پاولز ویلي، د ورښتونو کموالی په کرنې، د څښاک او وینځلو اوبو ته د لاسرسي او روغتیا باندې مخامخ اغیزې لري، نو ځکه دغه بشري مرسته چې نن اعلان شوه تر ټولو زیانمنونکو کسانو سره د مرستې لپاره د اروپايي ټولنې چټک ځواب دی.

افغان چارواکو په ۱۴۰۰ کال کې د وچکالي د کچې د زیاتوالي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي دغه طبیعي ناورین به په میلیونونو افغانان له ګواښ سره مخ کړي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اټکل کړی چې په څه باندې ۱۰ ولایتونو کې کروندګر او څاروۍ لرونکي کسان به د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ شي.

له دې وړاندې نړیوال بانک هم په افغانستان کې د وچکالۍ د اغېزو کمولو لپاره د څه باندې ۹۷میلیونه ډالرو د وړیا مرستې کولو اعلان وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي