۰

نړیوال بانک له افغانستان سره د پوهنې په برخه کې ۲۵ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

پنجشنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۵۶
نړیوال بانک په افغانستان کې لومړنیو او ثانوي زده‌کړو ته د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د لاسري د زیاتوالي لپاره ۲۵ میلیون ډالره اضافي مالي مرسته تصویب کړې ده.
نړیوال بانک له افغانستان سره د پوهنې په برخه کې ۲۵ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه
نړیوال بانک په افغانستان کې لومړنیو او ثانوي زده‌کړو ته د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د لاسري د زیاتوالي لپاره ۲۵ میلیون ډالره اضافي مالي مرسته تصویب کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بانک نن پنشنبې د وري ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مرسته له زده ‌کړو سره د همکارۍ د نړیوال پروګرام له لارې کېږي.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې له اقراء پروژې سره به په افغانستان کې د سلو نویو ښوونځیو په جوړولو کې مرسته وکړي.

سرچینه وايي، دغه مرسته به د زده‌ کړو د سطحې د لوړوالي، ښوونې او روزنې ته د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د لاسرسي د زیاتوالي، د ښوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د ملاتړ او په سیمه‌ییزه کچه د پوهنیزو پروګرامونو د کیفیت د لوړاوي لپاره ولګېږي.

افغانستان کې د دغه بانک د دفتر رییس هېنري کرالي ویلي، افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د زده‌ کړو د کچې د لوړوالي په برخه کې ډېر پرمختګونه کړي دي.

خو په وینا یې لا هم په دغه هېواد کې ۳.۵ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تلو محروم دي او د افغانستان په کچه نیمایي ښوونځي مناسب تعلیمي بنسټونه نه لري.

د هغه په وینا دغه بلاعوضه مالي مرسته به له افغان دولت سره مرسته وکړي چې د ښوونې او روزنې یو مطلوب چاپیریال رامنځته کړي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې زیات ماشومان ښوونځي کې شامل کړي.

همداشان په بیان کې د زده ‌کړو لپاره د نړیوالې همکارۍ پروګرام اجرائیوی مشرې الیس البرایټ د نجونو په پوهنې پانګونه یو خورا اغېزمن ګام بللی وايي، د نجونو زده‌ کړه د اقتصادي ودې، د ماشومانو د مړینې پېښو د مهارولو او د هغوی د ښې تغذیې لامل کېږي.

اغلې البرایټویلي ویلي، د زده‌ کړو لپاره د نړیوالې همکارۍ پروګرام ژمن دی څو په خورا زیانمنونکو سیمو کې د میلیونونو نجونو او هلکانو لپاره ښوونځیو ته د تګ زمینه برابره کړي او په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

نړیوال بانک افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه بللی چې زیات شمېر له زده‌کړو محروم ماشومان لري.

د دغه بانک چارواکي وايي، د دوی په ګډون ټول پرمختیایي شریکان ژمن دي چې له افغان دولت سره زده ‌کړو ته د لاسرسي د زیاتوالي او د کیفیت د ښه‌والي په برخه کې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي