۰

کډوالۍ او کرونا د ۴ میلیونه افغانانو ژوند ګواښي

چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۶
امنېستي انټرنېشنل یا د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، د کډوالۍ تر څنګ کرونا ناورغي بله هغه جدي ستونزه ده، چې د ۴ میلیونه افغانانو ژوند ګواښي.
کډوالۍ او کرونا د ۴ میلیونه افغانانو ژوند ګواښي
امنېستي انټرنېشنل یا د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، د کډوالۍ تر څنګ کرونا ناورغي بله هغه جدي ستونزه ده، چې د ۴ میلیونه افغانانو ژوند ګواښي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راپور چې نن چهارشنبې د وري ۱۱ مه د یاد سازمان له خوا خپور شوی په کې د بې ځایه شوېو کورنیو په کمپونو کې د خوړو پر نه خوندیتوب، د ښځو د حقونو او د ژوند په نورو برخو کې د کرونا وبا د تخریبوونکي اغېز په اړه څرګندونې شوې دي.

راپور کې ویل شوي، څلور میلیونه افغانان په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې د کرونا ویروس د چټک انتقال لپاره مناسب دي او په همدې حال کې دغه انسانان ان د لومړنیو روغتیایي امکاناتو څخه بې برخې دي.

امنېستي انټرنېشنل راپور کې دې مسالې ته په پام ویلي، د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره خپلې هڅې لا ډېرې او د دغو بې کوره شوېو لاس نیوی وکړي.

د جنوبي اسیا لپاره د امنېسټي انټرنېشل سیمه ییزه مرستیال مشره سمیرا حمیدي وایي، دې ته په کتو چې د روانو جګړو له کبله ورځ تر بلې د دغو بې ځایه شوېو شمېر په ډېرېدو دی.

نوموړې زیاته کړې، چې د دې تر څنګ د لوږې او هم د کرونا وبا د لا خورېدو وېره شته، نو افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د دغو خلکو د خوندیتوب لپاره لا ډېره هڅه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي