۰

د هرات پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

یکشنبه ۸ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۴۴
سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې د کندهار – هرات پر لویه لار هرات ولایت اړوند سیمه کې د ترافیکې پېښې له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې د کندهار – هرات پر لویه لار هرات ولایت اړوند سیمه کې د ترافیکې پېښې له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن یکشنبې د وري ۸ مه د کندهار- هرات پر لویه لار د هرات شینډنډ سیمه کې رامنځ ته شوې.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی وايي، پېښه د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي او یوه باروړونکي خاور موټر د ټکر څخه رامنځ ته شوې.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي وايي، په پېښه کې شپږ تنه مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او دا ټول هغه مسافر دي، چې ګومان کېږي ایران ته د مزدورۍ لپاره راون وو.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي