۰

د کمال خان د اوبو بند د ولسمشر غني له خوا پرانستل شو

چهارشنبه ۴ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۹
د هېواد په لوېدیځ کې د اوبو ستر کمال خان بند د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په رسمي ډول پرانستل شو.
د کمال خان د اوبو بند د ولسمشر غني له خوا پرانستل شو
د هېواد په لوېدیځ کې د اوبو ستر کمال خان بند د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په رسمي ډول پرانستل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بند نن چهارشنبې د وري ۴ مه د ولسمشر غني او د هغه د مرستیالانو له خوا پرانستل شو.

د اوبو چارو د تنظیم ادارې مشر خان محمد تکل د دغه بند د پرانستې په مراسمو کې و ویل، چې پر دغه بند ۱۱۱ میلیونه امریکايي ډالر لګېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد بند د ۵۲ میلیون متره مکعب ابو ذخیره کولو وړتیا لري، چې ورسره به ۱۷۴ زره هکتاره ځمکې ته د خړوبولو زمینه برابره کړي.

دغه راز ښاغلي تکل و ویل، چې دغه بند د ۹ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې زرګونو کورنیو ته به د برېښنا رسولو او دغه راز زرګونو کسانو ته د اوبو رسولو او کار زمینه برابره کړي.

ښاغلي تکل زیاته کړه، چې د بند له پرانستو وروسته به له دغه بند څخه د پنځو لویو کانالونو جوړولو چارې هم پیل شوې دي، چې زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
 
د یادونې ده، چې کمال خان بند د هېواد په لوېدیځ نیمروز ولایت کې موقعیت لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي