۰

سرپل او خوست کې د کورنو د چت لوېدو ۱۰ تنه وژلي

سی شنبه ۳ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۰۷
د طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، سرپل او خوست کې د وروستیو ورښتونو له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرپل او خوست کې د کورنو د چت لوېدو ۱۰ تنه وژلي
د طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، سرپل او خوست کې د وروستیو ورښتونو له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېره شپه ( د وري ۲مه ) د سرپل په بلخاب ولسوالۍ او د خوست د مرکز اړوند سړو اوبو په سیمه کې د دوه کورونو چتونه لوېدلي دي.

د طبعیي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ویاند تمیم عظیمي وايي، بلخاب کې د یوه کور د چت لوېدو په پېښه کې پنځه تنه مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

بل خوا د خوست د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست ویلي، د مرکز اړوند سړو اوبو په سیمه کې هم د یوه کور چت لوېدلی، چې له امله یې پنځه تنه مړه شوي او یو تن ټپي دي.

د دغه ریاست رییسه محبوبه سعادت وايي، په مړو شویو کسانو کې یوه مور، درې یې زامن او یوه لور شامله ده.

د يادونې ده چې دوې ورځې مخکې هم په دغه ولايت کې د سيلاب راوتو له کبله دوو تنو خپل ژوند له لاس ورکړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي