د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او قریشي تلېفوني خبرې پرون جمعه د کب ۲۹ مه شوې او ښاغلي اتمر د مسکو د ناستې اعلامیه د افغان سولې د خبرو په پیاوړتیا کې مهم ګام بللی دی.
ښاغلي اتمر دغه راز د افغان سولې د بریالیتوب په برخه کې د سیمې د هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان او نړیوالو رول مهم یاد کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، دغه تلېفوني خبرو کې دواړو لورو د مسکو د غونډې او رتلونکې کې د افغان سولې په تړاو د ترکیې پر جوړېدونکې ناسته هم خبرې کړې او دا یې د دوحې د خبرو د پیاوړتیا لپاره بللې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي په خپلو خبرو کې ډاد ورکړی، چې د ترکیې په ناسته، د آسیا زړه هېوادونو په ناسته او د ملګرو ملتونو له خوا د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې به ګډون کوي او خپل فعال رول به لوبوي.
خبرپاڼه وايي، په دې خبرو کې د دوه اړخیزه اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړي او ویلي یې دي، چې افغانستان کې د سولې راتګ د سیمې د اتصال لپاره مهمه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل