ولسمشر غني:

د طالبانو بریدونه وضعیت لا پېچلی کوي او د سولې فرصت له منځه وړي

23 حوت 1399 ساعت 11:22

 افغان ولسمشر محمد اشرف غني هرات ولایت کې شوی موټر بم برید په کلکو ټکو غندلی وايي، دغه ډول بریدونه وضعیت لا پېچلی کوي.


 افغان ولسمشر محمد اشرف غني هرات ولایت کې شوی موټر بم برید په کلکو ټکو غندلی وايي، د طالبانو له خوا ترهګریز بریدونه وضعیت لا پېچلی کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ارګ په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله ویلي، طالبانو د ولسونو پر ضد د خپلې نامشروع جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکړی دی.

ښاغلی غني وايي، طالبانو په دې برید سره یو ځل بیا وښوده، چې نه یوازې په سوله ییز او اساسي ډول د روان ناورین د حل وړتیا او د جګړې د پایته رسولو اراده نه لري، بلکې وضعیت لا پېچلی او د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي.

ولسمشر ویلي، د طالبانو ډله او د دوی ملاتړي دې دا درک کړي چې په ملکي خلکو او عامه تاسیساتو د بریدونو له لارې د دوی پر وړاندې د خلکو له زیاتېدونکې کرکې مه واره بل هېڅ هم نشي ترلاسه کولای.

نوموړي ټینګار کړی، چې طالبان او ملاتړي یې د خپلو وحشتونو له امله د خدای تعالی او ملت پر وړاندې مسوول او مختوري دي.

ښاغلي غني د پېښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب څرګند کړي او اړوندو مسوولینو ته د ټپیانو د درملنې، د قربانیانو کورنیو ته د رسیدګي، د پېښې د څرنګوالي د ارزونې او د عاملینو د مجازاتو لارښوونه کوي.

د یادونې ده چې تېره شپه ۸ بجې د هرات ښار د ۱۴ مې حوزې اړوند سیمه کې ټونس موټر بم برید وشو، چې له امله یې ۸ تنه وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي.

سرچینې وايي، په وژل شویو کسانو کې یو نظامي، په ټپیانو کې ۸ تنه پولیس او نور ټول ولسي وګړي دي.

چارواکو د برید پړه پر طالبانو اچولې خو طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137267

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137267/

جمهور
  https://www.jomhornews.com