د کاناډا دفاع وزارت تایید کړې، چې د دوی یو پوځي په کابل کې د دوی په سفارت کې مړ موندل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کاناډا دفاع وزرات پرون جمعه د کب ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پوځي اډم لا نومېږي او په خپل استوګنځي کې مړ شوی دی.
خبرپاڼه وايي، د دغه پوځي د مړینې د علت په اړه څېړنې روانې دي خو څه چې په ډاګه دي دا دي چې په پوځي عملیاتو کې نه دی وژل شوی.
معلومات ښيي، لا، چې اصلاً د کاناډا د ساکاټون د سیمې اوسېدونکی و، د تېر کال له اګست څخه په کابل کې د کاناډا په سفارت کې د ساتونکي په توګه کار کاوه.
دی په ۱۹۹۱ کې د کاناډا له پوځ سره یوځای شو او تراوسه پورې څلور ځلې بهرنیو ماموریتونو ته استول شوی و.
د کاناډا دفاع وزارت وايي چې د (لا) مړی به سبا (د مارچ ۷) خپل هیواد ته ولېږدول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل