۰
ولسمشرغني:

هغه بندونه دې ژر جوړ شي، چې بهر ته د بهېدونکو اوبو مخه نیسي

چهارشنبه ۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځمکې لاندې اوبو پر کمښت اندېښنه ښودلې وايي، هغه بندونه باید ژر جوړ شي، چې له افغانستان څخه بهر ته د بهېدونکو اوبو مخینوی کوي.
هغه بندونه دې ژر جوړ شي، چې بهر ته د بهېدونکو اوبو مخه نیسي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځمکې لاندې اوبو پر کمښت اندېښنه ښودلې وايي، هغه بندونه باید ژر جوړ شي، چې له افغانستان څخه بهر ته د بهېدونکو اوبو مخینوی کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون سه شنبې ناوخته په ارګ کې د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ځانګړې غونډه کې کړي دي.

نوموړي د ځمکې لاندې اوبو د کموالي او بې رویې استفادې په اړه اندېښنه ښودلې ټینګار یې کړي، چې د اوبو د سرچینو مدیریت د سم وشي او هغه بندونه د ژر جوړ شي، چې بهر ته د بهېدونکو اوبو مخنیوی کوي.

ښاغلي غني ویلي«پر هغو بندونو دې چې له هیواده د اوبو د وتلو مخنیوی کوي، کار چټک شي او همدارنګه باید د کمال خان بند سیمې چې دولتي سیمه ده د ځمکو د غصب مخنیوی وشي او یوه برخه دې د کرنیزو فارمونو ایجاد ته ځانګړې شي.»

دغه راز ښاغلي غني د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ته دنده وسپارله، چې د سترو بندونو د بیارغاونې چارو ته لومړیتوب ورکړي.

ده اړوندو ادارو وغوښتل، چې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت او ساتنې موضوع بیا وارزوي او خپله وروستۍ طرحه د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډې ته وړاندې کړي.

ښاغلي غني په داسې مهال بهر ته د افغانستان د اوبو د بهېدو پر مخنیوي ټینګار کوي، چې د اوبو د چارو د تنظیم ادارې د معلوماتو په اساس دا مهال په افغانستان کې د دولسو بندونو په جوړولو باندې کار دوام لري.

یاده اداره وايي، د شاه او عروس، شورابک او کمال خان بندونو د جوړولو چارې د اوبو د زیرمه کولو تر پړاوه بشپړې شوې دي.

دغه راز یاده اداره زیاتوي، چې د دغو ټولو بندونو د کار په بشپړېدو سره به ۴.۲ میلیارده متر مکعبه اوبه په افغانستان کې زیرمه شي.

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ادارې تمه ښودلې چې په زیرمه شویو اوبو به څه باندې ۵۵۰زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه، څه باندې ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید، زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او په کال کې ۴۴۲ میلیون ډالره عواید ترلاسه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي